Friday, June 11, 2010

ahmad shah abdali


ستا د عشق له وينو ډک سوه ځېګرونه
ستا په لاره کې بايلي زلمي سرونه
تا ته راسمه زړګی زما فارغ سي
بې له تا مې انديښنې د زړه مارونه
که هر څو مې د دنيا ملکونه ډير سي
زما به هېر نسي دا ستا ښکلي باغونه
د ډهلي تخت هيرومه چې را ياد کړم
زما د ښکلي پښتونخوا د غرو سرونه
د رقيب د ژوند متاع به تار په تار کړم
چې په تورو پښتانه کا ګوزارونه
د فريد او د حميد دور به بيا سي
چې زه کاندم پر هر لوري تاختونه
که تمامه دنيا يو خوا ته بل خدا يې
زما خو خوښ دي ستا خالي تش ډګرونه
احمد شاه به دغه ستا قدر هير نه کا
که ونيسي د تمام جهان ملکونه

0 comments:

Post a Comment

 
Design by Free WordPress Themes | Bloggerized by Lasantha - Premium Blogger Themes | Hostgator Discount Code