Sunday, May 23, 2010

Mohmand

مهمند دوه قامونه دي.. بر مهمند او کوز مهمند. دا دواړه قامونه اګر که د يو پښت نه دي، خو بر مهمند په غرونو او زيات په غيره علاقه کښ اوسېږي. او د سرکار سره خبره اتره ئې د پولټيکل افسر په زريعه وي چه د هغه نائب يعني اسټنټ په شبقدر کښ اوسېږي. دا مهمند د سوداګري د پاره پېښور ته راځي او په ښهر او چونړي کښ لرګي او ښکارۀ خرڅوي او د نوکري د پاره اکثر کابل ته ځي.
کوز مهمند په رعيت کښ اوسېږي او د پېښور سهيل ته د دوئ تپه ده. قطب ته تر نه باړه بهېږي. نمر پرېواتۀ او سهيل ته د دوئ ترې نه اکا خيل او آدم خيل افريدي پراتۀ دي او نمر خاتۀ ته خټک دي. د دوې مهمندو دا ټوله تپه شل ميل اوږده او دولس ميل پلنه ده. زمکه ئې ډيره په باړه اوبېږي او ډيره غله بوده ده. خلق ئې ښه خواري کښ زميندار دي . د مهمندو خانان او ملکان هم د خليلو په شان په اربابانو يادېږي. او د پېښور چونړي سره متصل په لنډئي نوم کلي کښ اوسېږي. دا ارباب خيل هميشه راسې د انګريزي سرکار وفادار دي او په سول او پولس دواړه کښ ئې ډير ډير خدمتونه کړي دي او ډيره درانۀ خلق دي. د مهمندو د مخ کاسي او عادتونه دستورونه د يوسف زو په شان دي او په فوځ او باډر کښ د دوئي پنځو سوؤ ته نزدې کسان نوکران دي.

 
Design by Free WordPress Themes | Bloggerized by Lasantha - Premium Blogger Themes | Hostgator Discount Code