Monday, July 27, 2009

Muhammad Zai

دا قوم د هشتنګر په تپه کښ اوسږېږي چه دا اته کلي په کښې دي. تنګي، شير پاؤ، عمر زي، ترنګزي، اتمانزي، رزړ، چارسده، پړانګ. دا علاقه د سوات په سيند اوبېږي ځکه ئې ټوله زمکه څربه او زوروره ده. او خلق ئې اسوده او خوشحال دي. په تيره تيره ئې خانان چه په ټوله صوبه کښ د هر چا نه لوئ او مالدار زميندار دي. او د هغو عزيزانو او اقرباؤ اعلي اعلي تعليمونه کړي دي او په سول او پولس او فوځ کښ لوئ لوئ عهدې لري او د لوئ عزت خاوندان دي. د سرخ پوشو مرکز هم په دې تپه کښ دې. او دلته يو ازاد سکول هم شته. د سول نافرمانې په دوران کښ د دې ځائ خلقو ډير کار کړې دي. که ريښتيا مې پوښتې نو دا خوشحالي او بيغمي او لياقت او تعليم او دا د ازادي خيال د سرکار د امن په برکت د دوئ نصيب شوې دي. ځکه د درانو او سکهانو په حکومت کښ په دې خلقو داسې داسې ظلمونه شوي دي چه تر اوس پورې ئې سپين ږيري مشران خبې کوي او چه بنده ئې واوري نو وجود ئې زيږ زيږ شي. په دې علاقه کښ ډير غير قامونه هم اباد دي لکه دراني، شيخ، اوان، ګوجر، او کشميري.

5 comments:

Nata said...

very interesting post!

Muhammad Zai Khan said...

u can read pashto??

Nata said...

Nooo:((

Farooq Khan said...

Proud to be Muhammadzai

Farooq Khan said...

Proud to be Muhammadzai

Post a Comment

 
Design by Free WordPress Themes | Bloggerized by Lasantha - Premium Blogger Themes | Hostgator Discount Code