سر مې جار ستا له نامه پښتونستانهستا نوم مې نقش شوی په ځيګر دی
پښتانه به ژوندون څه کړي بې له تانههر يو ايښي ستا په مينه مال وسر دی
سر مې جارشه ستا د لوړو لوړو غرونهله غيرته چې هر يو جګ تر اسمان دیصدقه شم ستا د ګرانو پښتنو نهچې منلۍ ستا خدمت په ټينګ ايمان دیدښمن کله بری وړی شي له هغو نه که هر څو مکر و فريب کې پهلوان دی
ميړنو ګويا ښکاره کړ له ميړانهځکه سور بيرغ هر ځای کې لروبر دی
په هر ځای کې چې اصيل پښتون زاده ويخاص الخاص پښتونستان له خدايه غواړيهغه څوک چې بې غيرت حرامزاده ويټيټې سترګې به د بل لور ته ولاړ وياولاده به يې پس له مرګه شرمنده ويد وګړو د پېغور ځنې به ژاړي
خپل اولاد ته پيغور نه پريږدي له ځانههغه څوک چې د سوچه پښتون پسر وي
نارينه توب د پښتنو طبعي عادت دیبلې بلې چې رښتيا سره پښتون ويدوی ليدلي د ازاد ژوندون لذت دیمرګ يې بولي چې محکوم د دوی ژوندون ويڅه ناڅه که يې په کور کې عداوت دیخو دښمن د پاره بيا په يو تړون وي
پښتون نه دی په شا تللی له ميدانهټول جهان و ته ښکاره لکه د لمر دی
چې خپل واک او اقتدار يې د ځان نه ويکه نواب وي صدقه شه ما ملنګ نهعاجزۍ کې څه پروا د انسان نه ويخدای دې مانه کړي عاجز له نام و ننګ نهچې په مال و سر ايسار په ميدان نه ويجار قربان شه د پښتون د تورې شرنګ نهخو زما ملنګ جان زړه دی پرې روښانه نن د هر زلمي په لاس د ننګ خنجر دی