Friday, July 23, 2010

د پښتنو ژوند (Poem - Life of Pakhtoons)

د پښتنو ژوند څومره خوند کړی ، د پښتو او پښتنو ژوندد اصیلو غیرتمنو میړنو ژوندنارینه وو سره توره اوغیرت ویپه تور سرو کې حیا او شرافت ویپه سپین روبو کی تقوا او برکت ویپه کشرانو کی تعظیم پوره حرمت ویپه وقار پوره عزت وی د درنو ژوند***نارینه په غاړه توره او وسله ویپاس په سر ئی د غیرت جګه شمله ویښځه پټه په سینګار او په ګاڼه ویټوله پټه په حجاب او په جامه ویپښتونخوا کی د ریښتینو پښتنو ژوند***د ډولګی سره اوچت شی اوازونهځلمی کاندی په غورځی کی اتڼونهتیري توري ئی تر ملا ببر سرونهچرمه دار ئی واسکټونه چنګ بریتونهد ځوانئ په نشه مست د شاځلمو ژوند***عنعنه د پښتنو میلمه پالنهپه ډګر د نارینتوب کی سرښندنهمال او سر د خدای په لار کی ورکونهد وطن ننګ او ناموس کلکه ساتنهپه غورځنګ وی هیشه ددی زمرو ژوند***پښتانه واړه مین په ازادئ ویتل ویاړلي د هیواد په خپلواکئ ویهر تړون ئی په جرګه او خوشالئ ویهر عمل ئی د غیرت او دسیالئ...

 
Design by Free WordPress Themes | Bloggerized by Lasantha - Premium Blogger Themes | Hostgator Discount Code