Tuesday, May 11, 2010

(pa ghamono k khanda kre) by ghani khan

په غمونو کې خندا کړه
په غمونو کې خندا کړه
په خندا کې غم هېر نکړې
او د ډېرو په خندا کې
چې قيمت د کم هېر نکړې
د وصال په لمغړو کې
د فــــراق ستم هېر نکړې

دا چې ته يې سترګو ته خاندې
ددې سترګو غم هېر نکړې
د الله الله پـــــه شــــــور کــــې
چــــې صنم صنم هېـر نکـــړې

(baba ta) by ghani khan

بـــابـــا ته
ستا خطونه ټول زما سر ته پراته دي
زه يې لولم هره شپه دوباره دوباره
کله خاندم کله ژاړم لېونی يم
ای زما په بند کې پروت غريبه پلاره
نه، ته نه يې غريب ته ډېر لوی اوچت يې
مصيبت دی ستا غيرت ته غيرت داره
چې په تا کې کوم ګوهر دی ماکې نشته
ستا نيکي زما بدي دواړه بې شماره
ته سالار يې د کاروان په نېغه لار ځې
زه کوږ
زغلم لکه او ښه بې مهاره
ستا د زړه فواردې ډکې دي د مينې
زما زړه وچ کوهي نه لري يو داره
پروا نشته که په منډه منډه مړ شم
فقط ستا او د خپل قام د نوم لپاره

pukhtoon yama

 
Design by Free WordPress Themes | Bloggerized by Lasantha - Premium Blogger Themes | Hostgator Discount Code